د سوریې پوځ ددغه هېواد د شمال لویدیځ نورې سیمې هم ازادې کړي

د سوریي پوځ د ادلیب ولایت په ختیځ کې دوه ښارګوټي د ترهګرو له شتون څخه ازاد کړي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې چې د «المیادین» ټلویزوني شبکې څخه یې نقل کړی دی ،د سوریي پوځ نن سهار وختي( سلواغې ۱۴) د ادلیب ښار په ختیځ د «سراقب» د جنوب لویدیځ «جوباس» او «سان» ښارونو بشپړ کنټرول ترلاسه کړی دی.

د سوریي پوځ د ترهګرو سره له سختې جګړې وروسته توانیدلی چې ددغه هېواد د شمال د حلب د لویدیځ په شاوخوا کې د «خان طومان» پر محور پروت «خلصه» کلی هم د ترهګرو له شتون څخه ازاد کړي.

د ادلیب ولایت، چې د تحریرالشام(النصره) ډلې د ترهګرو د راټولیدو مرکز شمېرل کیږي په سوریه کې د ترهګرو ډلو وروستی مرکز دی، چې د کارپوهانو پر وینا ددې ولایت ، د حلب د لویدیځ او لاذقیه د ختیځ ازادیدل به په سوریه کې د ترهګرۍ د پاې ته رسیدو سبب وګرځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *