په مزار شریف کې په دوه چاودنو کې د ۱۱ تنو مرګ ژوبله

د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار په نهمه ناحیه کې د دوه پرله پسې چاودنو په پایله کې دوه تنه وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د بلخ پولیس وایي چې دا چاودنې نن سهار (مرغومي۲۴) د مزار شریف ښار په نهمه ناحیه کې یوه خصوصي ښوونځي ته څیرمه ترسره شوي دي.

عیني شاهدان هم وایي چې په لمړۍ چاودنه کې دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي او په دوهمه چاودنه کې هم یو سرتیری ټپي شوی دی.

سرچینه وایي چې دا چاودنې د ځای پر ځای شویو ماینونو له امله رامنځته شوي دي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *