په فراه کې د فوځ د هلیکوپټر په سقوط کې دوه پیلوټانو خپل ژوند له لاسه ورکړ
ملې دفاع وزارت وایي چې د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د ملې اردو د یوه هلیکوپټر د لویدو په پایله کې دوه پیلوټانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ملې اردو «MI35»فوځي هلیکوپټر نن ( مرغومې ۱۸) له غرمې مخکې پر ۱۱:۰۰ بجو هغه مهال سقوط کړی چې د فراه له مرکز څخه د پرچمن ولسوالۍ پر لورې د حرکت په حال کې وه.
د ملې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دې هلیکوپټر د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی او دوه پیلوټانو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دفاع وزارت وایي چې په دې اړه څیړنې پیل شوي دي.