د افغانیو پر وړاندې د ډالر او کلدارې د ارزښت سقوط کیدل
د هېواد په ځینو ولایتونو کې په تبادلې او سوداګریزو معاملاتو کې د کلدارو د منع کیدو وروسته،د افغانیو پر وړاندې د امریکایي ډالر او پاکستانۍ کلدارې ارزښت د ټیټیدو په حال کې دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د اقتصادي برخې د راپور له مخې،د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د تیرې اوونۍ په نسبت یوه افغانۍ کموالی موندلی او همدارنګه زر کلدارو ۲۰ افغانۍ کموالی پیدا کړی دی.
د نن ورځې (مرغومي۱۰) په بازار کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت ۷۷.۲۰ افغانۍ دی چې د وروستيو ورځو په جریان کې یې د یوې افغانۍ په اندازه کموالی کړی دی.
د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په دې ډول دی:
یو ډالر د ۷۷.۲۰ افغانیو سره برابر
یوه یورو د ۸۵.۷۰ افغانیو سره برابر
یو انګلیسي پونډ د ۱۰۰ افغانیو سره برابر
یو سعودي ریال د ۲۰.۴۰ افغانیو سره برابر
د اماراتو یو درهم د ۲۰.۹۰ افغانیو سره برابر
زر ایراني تومانه د ۶ افغانیو سره برابر
زر هندي روپۍ د ۱۰۷۰ افغانیو سره برابر
زر پاکستانۍ کلدارې د ۴۷۲ افغانیو سره برابر
د کابل د اسعارو د بازار د مالوماتو پر بنیاد،د افغانیو او نورو بهرنیو اسعارو بیې هره شیبه د بدلون په حال کې دي.
د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو پیسو په ځانګړي ډول د ډالر د ارزښت دا کمښت په داسې حال کې دی چې تیره اوونۍ هم مرکزي بانک ۳۵ میلیونه ډالر لیلام کړي وو.