په افغانستان کې د اوربند په تامین ټینګار

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د هېواد د جمهور رییس سره د اوربند په تامینولو ټینګار وکړ.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،زلمي خلیلزاد نن سهار( لیندۍ ۲۷) د جمهوري ریاست په ارګ کې د محمد اشرف غني سره لیدلي او د سولې په تړاو یې خبرې کړي دي.

د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې،په دې لیدنه کې د اوربند د تامین پر څرنګوالی او د افغانستان څخه بهر د طالبانو د امن پناه ځایونو په تمرکز ټینګار شوی دی.

د خبرپاڼې څخه په نقل ،جمهور رییس غني د خلیلزاد سره د طالبانو د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندیښنې شریکې کړي دي.

خلیلزاد په داسې حال کې افغانستان ته راغلی دی او د حکومت له مشرانو سره یې کتلي دي چې تیره اوونۍ یې په قطر کې د طالبانو سره د سولې مذاکرات پیل کړي وو؛ مګر دغه خبرې اترې د ځینې دلایلو له امله درول شوي وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *