لا هم ترهګري افغانستان او امریکا ته ګډ ګواښ دی

جمهور رییس د امریکا د جمهوریت غوښتونکي سناتور سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې لا هم ترهګري د افغانستان او امریکا لپاره ګډ ګواښ دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،محمد اشرف غني پرون د لیندسي ګراهام سره لیدلي او څرګنده کړي یې ده چې د ترهګرۍ سره د جدې مبارزې لپاره باید په ګډه کار وشي.

د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې جمهور رییس ترهګري د افغانستان او امریکا شریک ګواښ بللی او څرګنده کړي ده چې د سولې په اړه ملې اجماع شتون لري؛ مګر د افغانستان څخه بیرون د طالبانو د امن پټن ځایونو موجودیت او اوربند د خلکو پوښتني دي چې باید ځواب ورکړل شي.

جمهور رییس د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیاتو ته په اشارې وویل چې ۹۰ سلنه نظامي عملیات د افغانستان د ځواکونو له لوري پر مخ وړل کیږي او تر راتلوونکو پینځو کالونو پورې به د هېواد د امنیتي ځواکونو د بودیجې په تمویل کې د حکومت ونډه زیاتیږي.

په ورته وخت کې لیندسي ګراهام وویل چې هیله مند دی تر څو د سولې پروسه د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو د اتلس کلنو لاسته راوړنو د قربانۍ پرته نتیحه ورکړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د جګړې د پاې ته رسیدو څرنګوالی امریکا ته مهم دی او کابل ته د نوموړي د سفر اصلې موخه د افغانستان د وضعیت ارزیابي وه ترڅو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د مسوولانه کمیدو پر څرنګوالي بحث وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *