د خواف ـ هرات ریل پټلۍ څلورمې برخې د لومړي فاز جوړولو تړون لاسلیک شو

د خواف ـ هرات ریل پټلۍ څلورمې برخې د لومړي فاز جوړولو قرارداد د یوه قزاقستاني شرکت سره لاسلیک شو.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د ریل پټلۍ دا قرارداد نن سهار( لیندۍ ۲۱) د افغانستان د ریل پټلۍ د مسوولینو او د «INKOM KZ»شرکت ترمنځ په ارګ کې لاسلیک شوی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلې، د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د څلورمې برخې لومړی فاز ۴۳ کیلومټره اوږدوالی لري او د هرات غوریان، زنده جان او انجیل ولسوالیو څخه تېرېږي.»

د خبرپاڼې له مخې  دغه پروژه چې په ۱۶ میاشتو کې به پای ته ورسېږي، له ۵۸.۵ میلیون ډالرو څخه زیات لګښت پرې راځي او د افغانستان حکومت له لورې تمویلېږي.

د مالوماتو پر بنیاد د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د ۲۲۵ کیلومټرو په مجموعي اوږدوالي په ۴ برخو کې د ایران او افغانستان ترمنځ جوړېږي.

د دې پروژې دوه لومړنۍ برخې، د ۷۶ کیلومټرو په اوږدوالي د ایران له خواف تر شمتیغ سرحد پورې وړاندې جوړه شوې او ګټې اخیستنې ته اماده شوې او د دریمې برخې کار د افغانستان په خاوره کې د ۶۲ کیلومټرو په اوږدوالي له شمتیغ سرحد څخه تر غوریان ولسوالۍ پورې ۹۵ سلنه بشپړ شوی دی.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *