د هلمند د سرحدي لیوا قومندان د ماین قرباني شو
د هلمند ولایت د مارجې په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین چاودنې په پایله کې،ددغه ولایت د سرحدي لیوا قومندان خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن (لیندۍ ۹) د مارجې ولسوالۍ د «جرنامه» په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوي چې د سرحدي ځواکونو هاموي موټر د سړک غاړې پر ځای پرځای شوي ماین وربرابر شو.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي دي چې په دې پیښه کې د دغه ولایت د سرحدي لیوا قومندان ،جنرال ظاهرګل مقبل وژل شوی او د یوه سیمه ایز خبریال په ګډون درې تنه امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
نوموړي څرګنده کړه چې جنرال مقبل د امنیتي ځواکونو او یو شمېر خبریالانو سره یوځای مارجې ولسوالۍ ته روان وو چې هاموي موټر یې پر ماین وربرابر شو.
په ورته وخت کې ،د هلمند د خبریالانو اتحادیې ویلي دي چې په دې پیښه کې د شمشاد خصوصي ټلویزون خبریال ،سردار محمد سروري ټپي شوی دی.
لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.