مارجه له څلورو کلونو وروسته د دولت په کنټرول کې

د هېواد امنیتي ځواکونه بریالي شول ترڅو له څلورو کالو وروسته د هلمند مارجې ولسوالې په خپل کنټرول کې راولي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،چې د ملې دفاع وزارت د خبرپاڼې څخه یې نقل کړی دی، وړمه شپه امنیتي ځواکونه وتوانیدل چې د مارجې ولسوالې په بشپړ ډول د طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د مارجې ولسوالۍ د بیرته نیولو په عملیاتو کې طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتي دي.

د خبرپاڼې څخه په نقل امنیتي ځواکونو دوه اوونۍ وړاندې د مارجې ولسوالۍ د تصفیې عملیات شروع کړي وو،چې په پایله کې دغه ولسوالې د څلورو کالو وروسته تصفیه او د دولت په کنټرول کې راغله.

دفاع وزارت وایي چې په مارجه کې د وسله والو طالبانو د نظامي قومندان «ملا عبدالباري» په ګډون ددې ډلې ۳۷ تنه وسله وال وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې، د امنیتي ځواکونو له لورې ۱۰۳ کړۍ ماینونه چې د خلکو د تګ راتګ په لار کې ځای پرځای شوي وو، کشف او شنډ شوي ،د طالبانو د چاودیدونکو موادو ۲ ډیپوګان او د سوق او ادرې شپږ محلونه هم تخریب شوي دي.

وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو له لورې د مارجې بیا نیول کېدنه ردوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي «د مارجې ټولې سیمې په بشپړ ډول د مجاهدینو تر کنټرول لاندې دي او دولتي ځواکونه یوازې د ولسوالۍ په مرکز کې شتون لري.»

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *