د پاکو رایو څخه د ملاتړ په موخه لویه ولسي غونډه

د ټولنیز ملاتړ ولسي رهبرۍ د خلکو له پاکو رایو څخه ملاتړ اعلان کړی چې د بایومیتریک پرته رایو د شمېرلو په اړه به د ټاکنو د خپلواک کمیسیون هر ډول غیر قانوني اقدام په تړاو  لويې ولسې غونډې په لار اچوي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې د خلکو د پاکو رایو څخه د ټولنیز ملاتړ ولسي رهبرۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دا ولسي غونډه به د جمعې په ورځ( لیندۍ ۸) په لار اچول کیږي.

ددې ادارې د اعلامیې متن په دې ډول دی:

د لوې څښتن تعالی په نامه

د کابل له صحنې څخه تل باخبره غیرتي هېواد والو

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

لکه څنګه چې په جریان کې یاست،د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست او ۲۰۱۸ کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې د پراخه درغلیو د ترخو تجربو د مخنیوې او له ټاکنو وړاندې د سیاسي ګوندونو او ټاکنیزو ټیمونو تر منځ د یوې اوږدې پروسې څخه وروسته پریکړه وشوه تر څو د روان کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د رایه اچونې لپاره د بایومیتریک سیستم څخه کار اخیستل کیږي او دغه موضوع  د ټاکنو د قانون په ۱۹ ماده،لوایحو او ټاکنیزو طرزالعملونو کې هم تسجیل او ثبت شوه.

بناءً بې بایومیتریکه رایي د له مینځه وړل شوي قانون پر اساس اعتبار لرونکې شوي.

مګر دا د قانون د صریح حکم او د بې بایومیتریکه رایو پر بې ارزښته بللو باندې د ټولو ټاکنیزو ټیمونو د ټینګار سره،سره او پر روڼوالي او د پاکو رایو څخه د ناپاکو رایو پر تصفیې ،او د خلکو د پاکو رایو پر بنسټ د پایلو پر اعلان ټینګار ،د ټاکنو ناخپلواکه کمیسیون د ارګ د ټیم په همکارۍ د خلکو د پاکو رایو پر وړاندې کودتا ډوله حرکت ترتیب کړی دی؛تر څو د ټاکنو پایلې نه د خلکو د پاکو رایو پر اساس ،بلکه د درې سوه زره بې بایومیتریکه او تقلبي رایو ته د اعتبار وربخښلوپه هڅه کې د ارګ د تقلب کار ټیم په ګټه اعلان کړي،ترڅو یو ځل بیا د فساد او انحصار ټیم واک ته ورسیږي او ملې ضد کړنو په دوام لکه ،د ملې وحدت خلاف کړنې،قومي تصفیه او نورو ظلمونو ته ادامه ورکړي.

دا چې د هېواد پر سیاسي فضا تورو وریځو او درغلۍ سیوری غوړولی او د ارګ ټیم کله کله لیونتوبي  او  تفرقه اچونکو اقداماتو ته لمن وهي او کله کله خپل سیاسي مخالفین او ټاکنیز سیالان په توره څاه کې په اچولو سره ګواښي او کله کله د ترهګرۍ ضد او ملې اردو ځواکونو څخه د خلکو پر وړاندې کار اخلې؛ لازمه ده چې خلک،تل د کابل په حماسه پیداکوونکي صحنه کې د هېواد د نورو ولایتونو سره یوځای په یوه مدني،تاریخي،ظلم ماتونکي او درغلۍ ضد اقدام سره،د خپلو پاکو رایو څخه د ملاتړ په موخه د شفافیت د تامینولو او قانون تطبیقولو لپاره صحنې ته راووځي ترڅو د ټاکنو په سیاسي فراینډ کې د درغلۍ څخه کاراخیستنې او انحصارګرۍ ته د پای ټکی کیږدې.

د خلکو د پاکو رایو څخه د مدني ملاتړ ولسۍ رهبرۍ په اعلامیه کې ددې ولسي غونډو لپاره د شهیدمزاري سړک،کوټه سنګی،دهمزنګ څلور لاری،د عمومي بڼ پل او اوبو فواره ځایونه ټاکل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *