په نجف کې د ایران کنسولګري تر برید لاندې نیول شوي ده

وسله والو بریدګرو د عراق د نا ارامه کولو لپاره په نجف ښار کې د ایران په کنسولګرۍ برید کړی او ودانۍ ته یې اور ورته کړی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د عراق په مختلفو ښارونو کې د نا ارامیو په تعقیب،تیره شپه بریدګرو په نجف ښار کې د ایران پر کنسولګرۍ برید ترسره کړی دی.

عراقي رسنیو راوړي دي چې په دې برید کې د کنسولګرۍ ودانۍ اور اخیستی؛ مګر کارکوونکي یې په سلامت ډول بل ځای ته لیږدول شوي دي.

د دې راپورونو پر اساس، په نجف ښار کې د تګ راتګ د بندیدو قوانین وضع شوي دي او د حضرت امیرالمومنین (ع) پاک حرم له زیارت کوونکو څخه تش کړای شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *