په سرپل ولایت کې د لسګونو داعشي کورنیو ځای پرځای کېدل
په سرپل ولایت کې د طالبان تر کنټرول لاندې سیمو کې لسګونه داعشي کورنۍ ځای پرځای شوي او د طالبانو او سیمې د اوسیدونکو له منځه د جنګیالیو جذبولو په حال کې دي.
د سرپل ولایت سیمه ایزې سرچینې ددې موضوع په تاییدولو سره وایي چې له څه وخت راهیسې داعشیان ددې ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې ځای پرځای کیږي او د سرتیرو د نیولو ترڅنګ ماین جوړونې او ماین ایښودنې د روزنې په حال کې دي.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني خاور میانه ته وایي په دې وروستۍ میاشت کې داعش پورې تړلې جنګیالي د خپلو کورنیو سره یوځای د غور له ولایت څخه ددې ولایت کوهستان ولسوالۍ ته راغلي دي.
د نوموړې پر وینا،ددې داعشیانو شمېر ۵۰ کورنیو ته رسیږي چې ډېرې کورنۍ یې د ازبکستان او چیچین هېوادونو اوسیدونکي دي.
سیمه ایزې سرچینې دا هم وایي چې په کوهستان ولسوالۍ کې د طالبانو له لورې د داعشیانو ملاتړ کیږي او په اوس وخت کې په ځینو برخو کې د طالبانو تر ادارې لاندې سکونت کوي.
په ورته وخت کې د سرپل د ولایتي شورا غړي هم په دې ولایت کې د داعشي کورنیو په ځای پر ځای کیدو انديښنه ښیې او وایي ددې ډلې په له منځه وړلو کې د حکومت خاموشي او نه پاملرنه به په دې ولایت کې د زیاتو امنیتي ګواښونو لامل وګرځي.
د سرپل د ولایتي شورا مرستیال سیداسدالله دانش خاور میانه خبري اژانس سره په مرکه کې د داعشي کورنیو د راتللو په تاییدولو سره زیاته کړه چې لا تر اوسه دې ډلې په رسمي ډول خپل بیرغ نه دی پورته کړی؛ مګر د طالبانو او د سیمې د اوسیدونکو له منځه یې د سرتیرو جذبول پیل کړي دي.
د ښاغلي دانش په وینا داعشیان د سولې پروسې عملې کیدو ته انتظار کوي تر څو یو شمېر طالبان چې ددې پروسې سره مخالفت کوي خپل لوري ته جلب کړي او خپل ښکاره فعالیتونه پیل کړي.
د سرپل د ولایتي شورا دا غړی وایي چې د سرپل نازکه امنیتي وضعیت ته په پام سره،داعشیان کولای شي ددې ولایت امنیت ته جدې خطرونه رامنځته کړي.
نوموړی زیاتوي اوس مهال د سرپل ولایت او صیاد،سوزمه قلعه او سنچارک ولسواليو د ۵۰ څخه تر ۹۰ سلنه خاوره د طالبانو تر ادارې لاندې ده.
له بله پلوه د سرپل د والي ویاند وایي چې د داعشیانو د شتون په اړه ټول مالومات یې د هېواد په مرکز کې حکومتي چارواکو سره شریک کړي او دوې د داعشیانو د ځپلو په اړه اقداماتو ته منتظر دي.
همدغه راز رارسیدلي مالومات روښانه کوي چې دا داعشیان د «طاهر یولداش» د کورنۍ پاتې شوني دي چې د هلمند ولایت څخه غور او له هغه ځایه سرپل ولایت ته راغلي دي او د کوهستان په ولسوالۍ کې د طالبانو د نظامي زده کړو مرکز ته نږدې د «خمدان»، «قرغیتو» او «صفک» په کلیو کې ځای پرځای شوي دي.
ددې مالوماتو پر اساس،داعشي ښځې او سړي تل له خلکو خپلې څیرې پټوي او همدارنګه ددوې د اوسیدنې سیمو ته نږدې خلکو ته د تګ راتګ اجازه هم نه ورکول کیږي.
په سرپل کې د ولسي خلکو له نفوذه ډکې څیرې وایي چې دا داعشیان د ازبکستان له ازبک او چین له «اویغور» قومونو څخه دي چې یو شمېر کورنۍ یې په پټ ډول سرپل ښار ته راغلي دي.
اویغوران د چین په شمال غرب کې د اورومچي په مرکزیت د چین د خودګردانو ایالت «سین کیانګ» ایالت د
(ایغورستان) ختیځ ترکستان اوسیدونکي دي چې د چین د سین کیانګ ایالت پرته؛ د ۲۰۰۹ میلادي کال اړوند د وروستیو ارقامو له مخې ددوې یوه برخه د قزاقستان او یوه کوچنۍ برخه یې هم د قرغیزستان اوسیدونکي ول.
ډېرې اویغوریان د اسلام پیروان دي او د چین دولت په مکرر ډول د ایغور ازادي غوښتونکو د ترهګر بللو کوښښ کړی دی.
د کوهستان ولسوالۍ د سرپل ولایت لرې پرته او پر نفوسه ولسوالي ده چې له څلورو کلونو راهیسې د طالبانو تر ادارې لاندې قرار لري.
په سرپل کې په داسې حال کې د داعش د شتون راپورونه تاییدیږي چې څه وخت وړاندې ددې ډلې جنګیالیو د ازبکستان او تاجکیستان تر منځ په ګډه پوله پوستو باندې برید کړی و چې په دغه جګړه کې یو شمېر داعشیان وژل شوي و او یو شمېر نور یې د تاجیکستاني ځواکونو له لوري نیول شوي وو.