ننګرهار کې ۲۳ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې ۲۳ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي،دد  ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ کې د پيل شويو عملياتو په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۲۳وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سرچینه زیاتوي،  په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې پنځلس وسله وال طالبان وژل شوي او اته  نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه وایې، د وسله والو طالبانو اړوند دوه موټرونه، دوه موټر سايکلونه، دوه مخابرې او درې صوبه پرتلې هم امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

همدا راز د عمليآتو پر مهال تر شک لاندې يو تن نيول شوی، چې ترې پوښتنې روانې دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *