په افغانستان کې د «داعش د خراسان څانګې» د حکومت پای ته رسیدل

دولتي سرچینې وایي چې ټاکل شوي ده جمهور رییس غني ننګرهار ته په سفر کې په افغانستان کې د داعش د حکومت پای ته رسیدل اعلان کړي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د هېواد جمهور رییس محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په راس کې نن سهار(لړم ۲۸) جلال اباد ښار ته ځي.

د جمهور رییس ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټويټر پاڼه یوازې جلال اباد ته د ولسمشر د سفر کولو اشاره کړي او نور جزییات یې وړاندې کړي نه دي.

مګر ځینې دولتي سرچینې وایي چې جمهور رییس به جلال اباد ته په خپل سفر کې په افغانستان کې د داعش د (خراسان څانګې) د حکومت ختمیدل اعلان کړي.

د دې سرچینو پر وینا ټاکل شوي ده چې د هېواد په شمال ختیځ کې به د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې داعش جنګیالي حکومت ته تسلیم شي چې له دوې څخه به ۶۰۰ تنه نن ورځ د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې فوځي ځواکونو ته تسلیم شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې د داعش د جنګیالیو د تسلیمیدو بهېر د څو ورځو راهیسې جریان لري چې د کورنیو غړې یې هم ورسره ملتیا کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *