په المان کې د دوه مسافر وړونکو الوتکو ترمنځ ټکر
د المان د فرانکفورټ په هوایي ډګر کې دوه مسافر وړونکي الوتکې یو له بل سره ټکر شوي دي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې دا پیښه نن سهار(لړم ۲۷) هغه مهال رامنځته شوه چې د «ایر نامیبیا» هوایي شرکت یوه الوتکه په هوایي ډګر کې له ټکر کیدو وروسته د «Korean Air» هوایي شرکت د یوې جیټ الوتکې سره ټکر شوه.
د فرانکفورټ هوایي ډګر مسوولینو ویلي دي چې په دې پیښه کې دواړو الوتکو ته زیان اوښتی دی.
د دې چارواکو پر وینا دا پیښه ځاني تلفات له ځانه سره نه لري.
لا تر اوسه ددې پیښې لامل مالوم شوی نه دی او په اړه یې څیړنې دوام لري.
د پیښې د رامنځته کیدو پر مهال،کوریایي الوتکې ۲۴۱ مسافر او ۴۰ عمله او نامیبیایي الوتکې ۲۴۴ تنه مسافر درلودل.