د ننګرهار د کرنې رییس خپل ژوند له لاسه ورکړ

د ننګرهار د کرنې رییس د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار په یوه ترافیکي پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه ترافیکي پیښه نن سهار( لړم ۲۶) د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د سرخکانو په سیمه کې رامنځته شوي ده.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په دې ترافیکي پیښه کې د ننګرهار د کرنې،اوبو رسونې او مالدارۍ رییس سمیع الله نصرت خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ورته وخت کې د کرنې ،اوبو رسونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي هم دغه پیښه تایید کړي ده.

انجینر نصرت د پینځو کالو راهیسې د ننګرهار د کرنې،اوبو رسونې او مالدارۍ ریاست په برخه کې فعالیت کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *