د میوند ولسوالۍ یو شمېر کلي تصفیه شول
امنیتي او او دفاعي ځواکونه وتوانیدل،ترڅو په یو لړ هدفي عملیاتو کې د کندهار د میوند ولسوالۍ یو شمېر کلي تصفیه کړي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه عملیات د څو ورځو راهیسې د میوند ولسوالۍ په ځینو برخو کې په لاره اچول شوي او نن سهار (لړم ۲۶مه) یو شمېر کلي د دولت د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاک شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د عملیاتو په جریان کې د شلغمي،قلعه شاه میر او رنګ ریزانو کلي د وسله والو مخالفینو څخه پاک شوي او په مندوزي کلې کې د دوې څو ارتباطي کانالونه تخریب شوي دي.
د خبرپاڼې څخه په نقل،په دې عملیاتو کې ۵ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې په میوند ولسوالۍ کې په یو لړ نورو جلا عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو مهم غړی نیول شوی ، د هغويو څو پټن ځایونه تخریب شوي او لسګونه کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظرونه څرګند کړي نه دي.