په ننګرهار کې ۹۳ تنه د داعش اړونده میرمنې او ماشومان تسلیم شوي
د ننګرهار ولایت چارواکي وایې دغه د داعش اړونده میرمنې،ماشومان او نارینه تیره شپه په اچین ولسوالۍ کې تسلیم شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د دې ولایت په اچین ولسوالي کې د څلور نارينو په ګډون د داعش اړوند ۹۳ تنه ميرمنې او ماشومان تسليم شوي.
د خوږیاڼي په خبره په تسليم شويو کې ۱۳ پاکستاني اتباع هم شامل دي.
د والي ویاند وایې د تسليميدو دا لړۍ جريان لري، چې کله بشپړه شي تسليم شوي کسان به ژر رسنيو ته وښودل شي .
تراوسه د داعش وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.