پر غزه باندې د اسراییل په برید کې؛ د فلسطین د اسلامي جهاد یو قومندان ووژل شو

فلسطیني رسنۍ پر «غزه»باندې د صهیونیستي رژیم د هوایي برید خبر ورکوي او وایي چې په دغه برید کې د اسلامې جهاد یو قومندان د خپلې میرمنې سره یو ځای وژل شوی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې چې د الجزیره څخه یې نقل کړی دی،دغه هوایي برید وړمه شپه د غزې په ختیځ کې د الشجاعیه په محله کې  د فلسطین د اسلامي جهاد د نظامې څانګې«سرایا القدس» د قومندانانو څخه د«بهاء سلیم ابوالعطا» پر کور ترسره شوي ده.

په دې برید کې، یاد قومندان له خپلې میرمنې سره یوځای وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فلسطین د اسلامې جهاد د قدس نظامې څانګې ځواکونو اعلان کړی چې صهیونیستي رژیم څخه به د شهید«بهاء» د وژنې غچ واخلې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *