عاجلو ناروغانو ته د پاکستان ویزې ورکول کیږي

په کابل کې د پاکستان سفارت د پریکړې له مخې،د هېواد عاجل ناروغان کولای شي ددې سفارت د کنسولي برخې څخه ویزه ترلاسه کړي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په کابل کې د پاکستان سفارت دوه ورځې وړاندې اعلان کړی و چې په افغانستان کې خپله کنسولي برخه تړي او تر بلې اطلاع پورې د ویزې خدمات ځنډوي.

اوس د دوه ورځو په تیریدو سره،دې سفارت اعلان کړی دی چې له نن ورځې( لړم ۱۵) تر هغه وخته پورې چې د کنسولي برخه خپل عادي فعالیت پیلوي ،عاجل ناروغان کولای شي د ویزو د خدمتونو څخه برخمن شي.

په کابل کې د پاکستان سفارت د اعلامیې څخه په نقل«د پاکستان سفارت کنسولي خدمات د هغه خلکو په غوښتنه چې عاجل ناروغان لري، ویزه ورکوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د لړم د ۱۳ څخه په کابل کې د پاکستان سفارت د کنسولي برخې د فعالیتونو په بندیدو سره خلکو لپاره زیاتي ستونزې رامنځته شوي دي.

د دې سفارت د کنسولي خدماتو د تړل کیدو لامل امنیتي ګواښونه ښودل شوي و.

که څه هم د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په کابل کې د پاکستان د سفارت امنیتي اندیښنې په جدي ډول څیړل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *