په کاپیسا کې د ماین په چاودنه کې د ۱۳ کسانو مرګ ژوبله

د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ په بازار کې د ماین د چاودنې په پایله کې د ملې اردو یوه سرتیري خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ۱۰ نظامیانو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه تیر مازیګر د اله سای ولسوالۍ په بازار کې هغه مهال رامنځته شوي چې امنیتي ځواکونه د ګزمې په حال کې و.

د کاپیسا د والي ویاند شایق شورش خاور میانه ته وویل په دې پیښه کې د امنیتي ځواکونو یو سرتیری وژل شوی او د دوه امنیتي سرتیرو په ګډون ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي پر وینا،د ټپیانو په مینځ کې،شپږ ښځې او څلور سړي شامل دي چې د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي دي.

وسله والو طالبانو ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر اکونټ لیکلي دي چې په دې چاودنه کې د یوه فوځي قومندان رنجر هدف شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *