سالنګ د ټیلري موټرونو پر مخ تړل شوی دی

د تیرې شپې په جریان کې د سختې واورې د اورښت له امله د سالنګ لویه لار د (جنوب څخه تر شمال پورې)د ټیلري موټرونو پر مخ تړل شوي او مسافروړونکي موټرې کولای شي په دغه لار تګ راتګ وکړي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په جنوبي او شمالي سالنګ کې د تیرې ورځې څخه د واورې اورښت پیل شوی او د سختې سیلۍ او طوفان له امله دغه لویه لار د باروړنکو موټرونو په ځانګړي ډول ټیلرونو پرمخ تړل شوي ده.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست د نن ورځې( لړم ۱۶) په خبرپاڼه کې راغلي دي چې«په شمالي سالنګ کې د واورې اورښت قطع، د جنوبي سالنګ طوفان قسماً کم شوی او دم ګړۍ هوا نیمه وریځ ده».

د خبرپاڼې څخه په نقل،د مسافرینو د مصونیت او ښه تګ راتګ په موخه د واورې او ریګ د پاکوالي او نمک پاشۍ عملیات دوام لري او د (شمال څخه تر جنوب پورې) دا لار د ټیلري وسایطو پرمخ تړلي او د نورو دوه طرفه وسایطو پرمخ خلاصه ده ،کولای شي د ځنځیر(چین) په واسطه تګ راتګ وکړي.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست د مالوماتو له مخې ،د لارې عمومي وضعیت په دې ډول دی.

د لیدلو سیمه: ۱۰ کیلومتره

د باد چټکوالی: په یوه ثانیه کې د ۷ څخه تر ۱۲ مترو پورې

د سړک په فرش کې کنګل:شاوخوا ۱۵ کیلومتره

رطوبت: ۸۹%

د هوا یخوالی:۱۵- سانتي ګراد درجه

په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د واورې د اورښت احتمال: %۵.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *