په لبنان کې د اعتراضونو دوام

سره له دې چې د لبنان صدراعظم له خپلې دندې استعفا ورکړه؛ مګر د دغه هېواد خلک هماغسې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د لبنان پخواني لمړي وزیر سعد حریري نږدې لسو ورځو کې له واکه  ګوښه شو؛ مګر اعتراضونو پاې ونه مونده.

د لبنان خلکو په مختلفو ښارونو په ځانګړې ډول ددغه هېواد په پلازمینه بیروت کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی او د هغه سیاسي حاکمانو پر ضد شعارونه ورکوي چې له ۳۰ کالو راهیسې په واک کې دي.

دغه اعتراضونو وړمه شپه د مرکزي بیروت په سیمو کې په ډېر شدت سره دوام درلود.

اعتراض کوونکي د لبنان حکومت په اداري فساد تورنوي.

په ورته وخت کې د لبنان جمهور رییس ،میشل عون د سعد حریري له استعفا وروسته تر اوسه هم د یوه نوې حکومت د جوړولو لپاره مذاکرات پیل کړي نه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *