ننګرهار کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي
د ننګرهار چارواکي وایې جلال اباد ښار کې چاودنې د یوې میرمنې په ګډون درې تنه ټپیان کړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د لړم په ( ۱۵) نیټه غرمه شاوخوا ۱۲ بجې بي بي حوا لیسې ته څېرمه په یوه شخصي کرولا موټر پسې نښلول شوي ماین چاودنه کړې چې په پایله کې یې د یوې میرمنې په ګډون درې تنه ټپیان شوي
خوږیاڼی زیاتوي ټپیان روغتون ته انتقال شوي چې وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
د پیښې علت تراوسه معلوم نه دی او نه هم تراوسه چا د دې پیښې مسولیت په غاړه اخیستی.