د «احمد شاه ابدالی» په اړه د هند د سینما د ستوري څرګندونې

د اکران فلم «پاني پت»څخه مخکې د هند د سینما ستوري ویلي دي چې«هرځای چې د احمدشاه ابدالي سیوری وي ،هلته مرګ نازلیږي.»

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،«سنجي دت» د «پاني پت» په فلم کې د یوه اصلي لوبغاړي په توګه چې د احمدشاه ابدالي په شتون کې ترسره شوي جګړې څخه یې نوم اخیستی ،حضور لري.

ټاکل شوي ده چې دا فلم د روان کال د ډسمبر په شپږمه نیټه د هند په سینما کې ښکاره شي او نن به یې «ټریلر» هم خپور شي.

سنجي دت په همدې اړه په خپل ټویټر اکونټ کې لیکلي دي چې «نن د نومبر په پینځمه به ددې فلم د معرفي کیدو لنډه ویډیو خپره شي».

نوموړی چې په دغه فلم کې د احمدشاه ابدالي رول لوبوي وایي «هر چیرې چې د احمدشاه ابدالي سیوری وي هلته مرګ نازلیږي.»

د پاني پت جګړه په ۱۷۶۱ میلادي کال کې د احمد شاه بابا په مشرۍ په لاره اچول شوي وه چې په بریا سره پای ته ورسیده او اوس بالیووډ سینما ددې جګړې په اړه فلم په همدې نوم نومولی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *