په بغلان کې د یوې کورنۍ اته غړي د ماین ښکار شول

د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین ولسوالۍ کې پر یوه عراده موټر د سړک غاړې د ماین چاودنې په پایله کې د یوې کورنۍ اته غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د پولیسو ویاند،جاوید بشارت،خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه پیښه نن سهار( لړم ۱۳) د ډنډ شهاب الدین ولسوالۍ په «اکاخیل» کلې کې چې وسلوالو طالبانو تر کنټرول لاندې دی رامنځته شوي ده.

د نوموړي پر وینا،دغه پیښه هغه مهال رامنځته شوي چې یوه عراده شخصي موټر د سړک غاړې پر ماین ختلی او ماین چاودنه کړې.

بشارت څرګنده کړه چې،ددې موټر اته تنه سپرلۍ چې د یوې کورنۍ غړې ول خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د پولیسو ویاند وایي چې ددې پیښې د ټپیانو په مینځ کې څلور ماشومان،دوه ښځې او دوه سړي شامل دي چې روغتون ته لیږدول شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې،پیښه په هغه سیمه کې رامنځته شوي چې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې ده او دغه ماین د امنیتي ځواکونو لپاره په سړک کې ځای پرځای شوی و.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

په وروستیو ورځو کې د هېواد د شمال  بغلان ولایت د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمینځ د سختو نښتو شاهد و چې په لړ کې یې له نږدې درې کالو وروسته د دهنه غوري ولسوالي د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغله.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *