ننګرهار کې د صفر دوه ځواکونو پر کاروان ځانمرګي برید ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تعقیبی؛ د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت جلال اباد ښار کې د صفر دوه ځواکونو پرکاروان ځانمرګی برید شوی، چې په کې ۲۶ تنو مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل نن د لړم په ( ۳) نیټه له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړونده بیز اکمالاتي سیمه کې د صفردوه ځواکونو پر کاروان برید شوی، چې په پایله کې یې د صفردوه ځواکونو ۳ منسوبین وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي.

نوموړی زیاتوي په دغه پیښه کې ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د پیښې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، خو باید وویل شي ، چې ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې داعش او طالب وسله وال فعالیت لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *