د طالبانو سره د امریکا پر مذاکراتو ټینګار

د مسکو د ناستې ګډونوالو د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې د خبرو اترو په پیل کیدو ټینګار کړی او له سره یې د خبرو اترو د پیل کیدو غوښتنه کړي ده.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د مسکو ناسته وړمه ورځ د امریکا،چین،روسيې او پاکستان د استازو په ګډون پای ته ورسیده.

ددې ناستې په پای کې ،ګډونوالو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د جګړې د پاې ته رسیدو لپاره د امریکا او طالبانو تر مینځ د مستقیمو خبرو له سره پیل کیدو غوښتنه وکړه.

په اعلامیه کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې د سولې د تامینولو یوازینۍ لار خبرې اترې او مذاکرات دي.

د ناسته ګډونوالو دغه راز له امریکا وغوښتل تر څو د طالبانو سره د پریکړه لیک په لاسلیکولو سره «بین الافغاني» مذاکراتو ته زمینه مساعده کړي.

د مسکو ناسته د افغانستان د استازو د ګډون پرته ترسره شوه او په ورته وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان ته خپل تازه سفرونه پیل کړي  دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوي تر څو نورو ورځو پورې د وسله والو طالبانو په ګډون په چین کې د افغانستان د سولې لپاره ناسته دایره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *