لغمان کې د وسله والو طالبانو یو قاضي وژل شوی
د لغمان چارواکي وایې، د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم قاضي او د هغه یو ساتونکی وژل شوي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل تیره شپه د ملي امنیت ۰۲ قطعې د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ، نورلام صیب درې په منډال کلي کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه شپني عملیات ترسره کړي ، چی په په پایله کې یې د الینګار ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم قاضي « مولوي محمد اسلام» او دهغه یو ساتونکی «خان محمد » وژل شوي دي.
دولتزی زیاتوي، په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو د وسله والو یو شمېر وسلې، تجهیزات او چاودې دونکي توکي هم له منځه وړي دي.
د والي ویاند په خبره د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او د سیمې خلکو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .