افغانستان؛ ټاکنې، خلک، بې باوري او امریکا

افغانستان په اټکلیز ډول د دیرش میلیونه تنه نفوسو هېواد دی،  چې د احصایې د شمېرو له مخې د نیمایي په شاوخوا کې یې د قانوني عمر څخه پورته دي چې حق لري په مهم پریکړو کې دخیل واوسي او اغیز ولرې.

مګر د افغانستان لپاره له هماغه لومړي سره نور د تعینولو زحمت ګالي او دغه پریکړه کوونکي د خپلو موخو لپاره حتی خپل لوې لګښتونو ته هم نه ګورې او تر پښو لاندې کوي یې.

د طالبانو له سقوط وروسته یوه دوره وه چې د دیموکراسۍ  ،بیان ازادۍ،ولسواکۍ او نورو مواردو د ساتنې په عنوان پکې زیاتې پیسې ولګول شوي.

امریکا د لګښت کوونکو په سر کې وه او ممکن په افغانستان کې یې شتون او جګړه ددغه هېواد په تاریخ کې د ډېر لګښت کوونکي جګړې څخه شمېرل کیږي.

مګر دغه هېواد د افغانستان په کورنیو چارو کې په څرګنده لاس وهنه کړې او خپلو موخو ته د رسیدو لپاره یې د افغانستان د خلکو د حقوقو د ساتنې  په څیر شعارونه تر پښو لاندې کړي دي.

د حامد کرزي او ډاکټر عبدالله  تر مینځ د جمهوري ریاست په دویم پړاو ټاکنو کې د خلکو  اکثریت رڼې او قانوني رایې د ډاکټر عبدالله پر لورې وي؛ مګر امریکا په ښکاره لاس وهنې سره د خلکو حق تر پښو لاندې کړ او حامد کرزی یې واک ته ورساوه.

د افغانستان په چارو کې د واشنګټن د لاس وهنې روښانه بیلګه  د دریمې دورې ټاکنې وي چې ډاکټر عبدالله یې په ډېرو رایو سره شاتګ ته اړ کړ او د «ملې وحدت» د حکومت په رامنځته کولو سره یې د ۵۰ سلنه قدرت درلودل پرې ومنل.

د ملې وحدت د حکومت د رامنځته کیدو د پریکړه لیک لاسلیکول ددې لامل شول تر څو خلک د خپلې رایې او نظر په اړه  بد بینه شي او له هر وخت څخه زیات یې د دولت او حکومت څخه نور واټن هم رامنځته شي.

د ملې وحدت د حکومت د پینځو کالو په اوږدو کې هم تر یوې اندازې د «ملې وحدت» د حکومت د پریکړه لیک خلاف کارونه ترسره شول چې خلک یې له مخکې څخه زیات ناهیلې کړل.

د ملې وحدت د حکومت عمر پای ته نږدې شو او یو ځل بیا نوماندانو جمهوري ریاست لپاره چمتووالی ونیوو،په څلورم پړاو کې ۱۸ کسانو نوم لیکنه وکړه.

دغه دوره او د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو د وزیر «جان کیري»ښکاره  لاسوهنې خلک د راتلونکي او خپلو حقوقو په اړه ناهیلې کړل او ثمره یې په څلورم پړاو ټاکنو کې ولیدل شوه.

سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي وو،د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو د رایه اچونې لپاره د ۱۰ میلیونه څخه زیاتو خلکو نوم لیکنه کړي؛ مګر ناهیلې ددې لامل شوه تر څو د دوه میلیونه او ۵۰۰ زره خلکو په شاوخوا کې خلک پکې ګډون وکړي.

او دم ګړۍ ګویا چې ټاکل شوي په همدې کم شمېر چې د نورو په نسبت لږ کم ناهیلې وو درناوی ونه شي او حق یې تر پښو لاندي شی او ټاکنې د نوې لوبې پر بنیاد د پریکړه کوونکو او«لاس وهونکو» په ګټه حساب شي.

د افغانستان په برخلیک ټاکوونکو ورځو کې د امریکایي چارواکو مشکوک تګ راتګ او د هغوې لیدنې او نظر په یوه ډول د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو خاطرې راژوندې کوي.

د افغانستان د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ددې ټولو قربانیو  او لګښتونو سره چې پر افغانستان باندې د تپل شوي او پلان شوې جګړې لپاره یې ورکوي،په تازه دور ټاکنو کې د خلکو د رایو بې احترامي یعنې د دیموکراسۍ ،ازادۍ او احترام له مینځه تلل په داسې هېواد کې چې ددغه درې مواردو لپاره پکې جدې مبارزه ترسره شوي وي؛ مګر د دولتي چارواکو له لورې ورته جدې پاملرنه ونه شي.

او دولتي چارواکي هم د خپلو ګټو لپاره د خلکو د حقوقو د پښو لاندې کولو او د هغویو د قربانیو بې ارزښته کولو ته چمتو دي.

«رب هغه ملت ته خوشالي ورکړه چې  خپل تقدیر  یې په خپل لاس ولیکه. »

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *