د ایران د ویزې ترلاسه کولو لپاره د الوتکې د ټیکټ اخیستل رفع کېدل

د ایران د کورنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان هیڅ یو وګړی نور اړ نه دي چې ددې هېواد د ویزې د ترلاسه کولو لپاره د الوتکې ټیکټ واخلې.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې دا توافق د ملګرو ملتونو د سازمان د کمیشنرۍ د عمومي کلنۍ غونډې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر له لوري د هېواد د مهاجرینو چارو وزیر ته ورسول شوی دی.

د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د نن ورځې ( تلې ۱۷) په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي د هېواد د مهاجرینو د وزیر سره لیدنه ترسره کړي ده.

په دې لیدنه کې د مهاجرینو د چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي د ایراني لوري څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د هویت څخه بې برخې مهاجرینو د اسنادو د تثبیت ،ایران ته د افغانانو د ځمکنیو سفرونو تطبیق او  مهاجرینو ته ښاري او ټولنیز ژوند د اسانتیاوو په چمتو کولو کې مرسته وکړې.

د نوموړي پر وینا،د هوایي سفر د لګښت پورته کیدل ددې لامل ګرځي چې د افغانستان یو شمېر وګړي د غیر قانوني سفر پریکړه کوي او دغه کړنه د قاچاق کوونکو د بازار د ګرمیدو سبب ګرځي.

په ورته وخت کې د ایران د کورنیو چارو وزیر دغه هېواد ته د افغانانو د ځمکنیو سفرونو د تطبیق خبر ورکړ او ویي ویل  د افغانانو څخه په ویزه کې د الوتکې د ټیکټ اخیستلو شرط لرې شوی او دغه ژمنه عملي کوي نور د افغانستان هیڅ یو وګړی اړ نه دی چې د ویزې د ترلاسه کولو لپاره د الوتکې ټیکټ واخلې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *