ننګرهار کې یو وسله وال طالب او  اووه داعشیان نیول شوي

د ننګرهار چارواکي  وایې د دې ولایت پولیسو د جلال اباد ښار  په بیلابیلو سیمو کې یو شمیر د دولت وسله وال مخالفین نیولي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند مبارز اتل خاورمیانه خبري اژانس ته وویل، د ننګرهار امنې قوماندانۍ د تروريزم پر وړاندې مبارزې مديريت پولیسو جلال اباد ښار او بېلابېلو سيمو کې د داعش اووه غړي او يو وسله وال طالب ژوندي نيولي.

نوموړی زیاتوي  نيول شويو داعش وسله والو په جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو کې تروريستي او تخريبي کړنې تر سره کولې، چې داځل پلان شويو تخريبي کړنو تر سره کولو وړاندې ونيول شول.

په ورته وخت کې پولیسو د خوږياڼو ولسوالۍ مربوطاتو کې يو وسله وال طالب، چې د انسان تښتونې په قضيو کې هم لاس لري نيولی دی.

د اتل په خبره نيول شوي کسان په امنې قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي، چې ډېر ژر به د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپيژندل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *