سالنګ د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شو

د سالنګ لویه لار د تیرو درې ورځو په جریان کې د سختې واورې د اورښت له کبله د ټولو بار وړونکو موټرو پر مخه وتړل شوه.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په سالنګ کې د درې ورځو څخه د واورې اورښت پیل شوی او اټکل شوی چې دغه بهیر تر صبا( تلې ۱۵) پورې دوام ومومي.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي«د درې شپو او ورځو راهیسې د واورې او باران اورښت جریان لري او د اټکل له مخې ممکن تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې دوام ومومي.»

خبرپاڼه زیاتوي چې له همدې کبله تر بلې اطلاع پورې د باروړونکو موټرو تګ راتګ بند دی او نور نقلیه وسایط کولای شي په لاره کې د ځنځیر(چین) څخه په ګټې اخیستنې سره تګ راتګ وکړي.

چټکوالی، جایز وزن او ارتفاع،د ژمنیو تجهیزاتو او د تخنیکي لحاظه په لاره کې د استعمالیدونکو وسایلو درلودل د هغه موټرو اړتیا ده چې پر سالنګ لار د سفر نیت لري.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو ریاست د مالوماتو له مخې،د واورې د ضخامت اندازه ۷۵ سانتي متره،د لیدلو وړ ساحه تر ۲۰۰ مترو پورې،په هره ثانیه کې د باد سرعت ۲ متره،په سړک کې د ۸ کیلو مترو په اندازه کنګل،۱۰۰ سلنه رطوبت،د هوا سوړوالی ۲- درجې سانتیګراد او په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د واورې د اورښت احتمال تر ۸۰ سلنې پورې اعلان شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *