د کابل په «ده سبز» کې د یوې خونړې چاودنې مخه نیول شوې
امنیتي ځواکونو د کابل په ده سبز سیمه کې د یوه بم په کشف کولو سره د یوې خونړې پیښې مخنیوی کړی.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې دغه ماین نن سهار د تلې په ( ۱۴) نیټه د ده سبز ولسوالۍ د تره خیل کلي څخه کشف او خنثی شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې تروریستانو پلان درلود څو د دغه ماین په چاودنې سره د تره خیل د کلي په عمومي لاره خلکو ته خونړې مرګ ژوبله واړوي.
د کورنیو چارو وزارت وایې دغه ماین مخکې له چاودنې د پولیسو له لورې کشف او د کابل د ۱۱۱ فرقې د انجینرې ټیم په همکارې خنثی او د یوې خونړې پیښې مخنیوی ترسره شو.
د سړک غاړې ماینونه د جګړو یوه برخه ده چې زیاته قرباني یې اخیستې چې تر ډیره دغه قربانیان ملکي وګړي دي.