د قلات ښار روغتون ته نږدې د موټر بم برید

د زابل ولایت د مرکز قلات ښار روغتون ته نږدې له موټر څخه په ګټې اخیستنې موټر بم برید ترسره شوی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن(وږي ۲۸) سهار د ۵:۵۰ دقیقو په شاوخوا کې د زابل ولایتي روغتون ته څیرمه رامنځته شوي ده.

د کورنیو چارو وزارت دا برید تایید کړی او ویلي یې دي چې بریدګر د موټر څخه په ګټې اخیستنې سره موټر بم برید ترسره کړی دی.

لا تر اوسه ددې پیښې څخه د اوښتو زیانونو او تلفاتو اندازه مالومه شوي نه ده.

وسله والو طالبانو ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

ددې ډلې ویاند ،ذبیح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې د زابل د ملې امنیت پر ریاست یې برید ترسره کړی دی.

نور جزییات …

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *