د ننګرهار په خوږیانیو کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایې تیره شپه ناوخته بې پیلوټه الوتکې برید کړی، چې په پایله کې ۹ تنه وژل شوي او ۴ ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  تیره شپه ناوخته ۱ بجه د ننګرهار ولایت خوږیانیو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې تورې بوړې ته نږدې بې پلوټه الوتکې هوایي برید کړی .

نوموړی زیاتوي، د یاد هوایي برید موخه  د اعش وسله وال  وو، چې په دې سیمه کې فعالیت لري.

د خوږیاڼي په خبره د برید له سیمې ۹ جسدونه او ۴ ټپیان لیږدول شوي، چې هویت یې لا معلوم نه دی، خوږیاڼی وایې تشویش موجود دی چې په قربانیانو کې ملکي وګړي هم شامل وي، خو ورورسته به معلوم شي.

بل خوا دسیمې اوسیدونکو رسنیو ته ویلي دننګرهار دخوږیاڼو په وزیرو کې دجلغوزیو په ټولونکو مزدورانو هوایي برید شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *