د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې چاودنه
بیړنی؛ څو شیبې وړاندې د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د یوې چاودنې غږ اوریدل شوی.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، دغه پیښه نن د وږي په ( ۲۶) نیټه له غرمې ورورسته ۱:۱۰ بجې د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند د مسعود څلورلارې سره نږدې رامنځ ته شوې.
د کابل پولیسو دغه چاودنه تاید کړې ده.
تراوسه د دغې چاودنې څرنګوالی او د تلفات معلوم شوي نه دي.