په کابل کې د یوې خونړۍ چاودنې مخه ونیول شوه
د کابل پولیسو د کابل ښار په پینځمه حوزه کې د سړک د غاړې د یوې کړۍ ماین په کشفولو سره په پلازمینه کې د یوې خونړې پیښې مخه نیولي ده.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې دغه ماین نن سهار( وږي ۲۳) د کابل ښار د پینځمې امنیتي حوزې د سرای هراتي په سیمه کې کشف او خنثی شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې دغه ماین له لرې کنټرولیدونکی ماین و او ملکي وګړو ته د تلفاتو د اړولو په موخه د عمومي سړک په غاړه کې ځای پر ځای شوی و.
نوموړي ویلي دي چې د کابل د پولیسو د قومندانۍ د انجینرۍ ټیم د ملې امنیت د استحکام د ټیم په مرسته دغه ماین کشف او خنثی کړی دی.
د کابل ښار په دې وروستیو ورځو او اوونیو کې د خونړیو پیښو او چاودنو شاهد دی.