د سمنګان له پاره د طالبانو نومول شوی والي و وژل شو
د سمنګان ولایت په صوف درې پاین کې د امنیتي ځواکونو په هوایې عملیاتو کې دې ولایت ته د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی دی.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ملي دفاع وزارت د نن ورځې د وږي ( ۲۴) نیټې د خبرپاڼې پر بنسټ دغه عملیات نن سهار د دره صورت ولسوالۍ په « توقسن » کلي کې په لاره اچول شوي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د سمنګان ولایت له پاره د وسله والو طالبانو نومول شوی والي مولوي نورالدین له خپلو ۴ غړو سره وژل شوی دی.
دفاع وزارت وایې دغه برید په داسې مهال شوی، چې مولوي نورالدین په خپل موټر کې د توقسن کلي ته روان وو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.