د حج او اوقافو وزارت ددې ادارې د سرپرست د وهنې ټکونې موضوع ته د رسیدنې غوښتنه وکړه

د حج او اوقافو وزارت د جمهور ريیس څخه غوښتي دي چې ددې ادارې سرپرست د وهنې ټکونې موضوع چې د جمهوري ریاست ارګ په مسجد کې رامنځته شوي باید رسیده ګي وکړي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،تیره ورځ د حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم منیب، د جمهوري ریاست ارګ په جومات کې د جمعې د لمانځه په جریان کې د مولوي تره خیل او نوموړې د کورنۍ د غړیو له لوري ووهل شو.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې «د وزارت سرپرست د مولوي تره خیل،شاه وزیر،حاجي خان تره خیل،داد الله او ددوې د کورنۍ د دوه نورو غړو له لوري توهین او تحقیر شوی او له دې وروسته ورسره فزیکي شخړه ترسره شوي ده».

د خبرپاڼې څخه په نقل دغه پیښه د جمهوري ریاست ارګ په جومات کې د جمعې د لمانځه د ادا کولو وروسته د مولوي تره خیل د کورنۍ د شپږو غړیو له لورې رامنځته شوي ده.

وزارت ویلي دي چې دې زور واکانو له دې پیښې وړاندې څو ځله د وسلې او زور څخه په ګټې اخیستنې هڅه کوله چې د حج او اوقافو وزیر وګواښي او پر نوموړي خپل ناروا او غیرقانوني غوښتنې ومني.

که څه هم د مولوي تره خیل د کورنۍ د غوښتلو په اړه بشپړ وضاحت نه وړاندی شوی؛ مګر ویل شوي دي چې د وزارت رهبرۍ د مفسدینو،غاصبینو او زورواکانو سره جدې مبارزه پیل کړي ده.

په همدې اساس،د ارشاد حج او اوقافو وزارت ددې سپکاوې د غندلو تر څنګ د پیښې  عاملینو ته د قانوني سزا غوښتنه کړي او د جمهور رئیس څخه یې غوښتلي دي چې دا پیښه په جدې ډول وڅیړي.

سرچینې ویلي دي چې ځینې کسان د شخصي وسلو څخه په کار اخیستنې سره په زور د دولتي چارواکو څخه باج اخلې او د وزارت د کارونو د خنډ او ځنډ لامل ګرځي.

مولوي تره خیل چې له دې وړاندې په ولسي جرګه کې د خلکو استازی و،په کراتو کراتو د خلکو او پولیسو پر وهنې ټکونې تورن شوی دی ،دی په راروانو ټاکنو کې د جمهور رئیس غني له پلویانو څخه شمیرل کیږي،باید وکتل شي چې د نوموړي او کورنۍ په اړه یې به یې د ارګ تازه اقدام څه وي؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *