ننګرهار کې صفر دوه قطعې څلور تنه وژلي دي
د ننګرهار چارواکي وایې د صفر دوه قطعې په شپنیو عملیاتو کې څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي .
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د صفر دوه ځواکونو له لورې د جلال اباد ښار څلورمې ناحېیه کې تېره شپه د عملیاتو له امله څلور تنه وژل شوي .
خوږیاڼی زیاتوي، ددننګرهار ولایتي اداره په رامنځته شوې پېښه نهایت زیات خواشینې ده او ننګرهار والي د جمهور رئیس څخه غوښتي، ترڅو یو لوړ پوړی پلاوی د دې قضیې د څېړلو په موخه را ولیږي او په راتلوونکې کې د ورته ناوړه پېښو مخه ونیسي .
دې پیښې د سیمې خلک سخت غصه کړي، په لاریون یې لاس پورې کړی او له چارواکو غواړي څو د دې پیښې ځواب ولسونو ته ووایې.
د یادونې وړ ده، چې په دې ورستیو کې په هوایې بریدونو او شپنیو عملیاتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوي او دې چارې خلک اندیښمن کړي دي.