د کونړ له پاره د داعشیانو د والي په ګډون ۱۵۰ تنه وسله وال له دولت سره يو ځای شول

د کونړ ولایتي چارواکي وایې د دې ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش مهمو قومندانانو په ګډون ۱۵۰ تنه جنګیالي د جګړو لاس په سر او له دولت سره یوځای شول.

د کونړ ولایت مطبوعاتي د فتر څخه خاورمیانه خبري اژانس  ته په را رسیدلې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت ادارې په هڅو دغه وسله واله ډله چې ۱۱۰  تنه یې وسله وال طالبان او د نومول شوي والي مولوي بصیر په ګډون ۴۰ یې د داعش جنګیالي دي د جګړو لاس په سر او نن چهارشنبه د خپلوسپکو او درندو وسلوسره له دولت سره یوځای شول .

د کونړ مرستیال والي ګل محمد بیدار وایي یادو وسله والو په چپې درې،ماڼوګي،وټه پور او څوکۍ ولسوالیو کې د دولت ضد وسله وال فعالیتونه ترسره کول چې د دولت په حقانیت د پوهېدو وروسته یې له جګړو او تاو تریخوالي لاس واخیست او د (۱۵۰) میله سپکو او درندو وسلو سره له دولت سره یو ځای شول.

نوموړي د کشفي او امنیتي ارګانونو څخه د مننې ترڅنګ د یادې وسله والې ډلې یوځای کېدل په کونړ د امنیتي ساحو پراختیا او امنیت تامین لپاره مهم وبلل او ډاډ یې څرګند کړ چې ډیر ژربه لسګونه نور وسله وال له دولت سره یوځای شي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *