د کابل – جلال اباد د لوې لارې د امنیت د تامین په موخه چاڼیز عملیات
د لغمان چارواکي وایې د کابل – جلال اباد لوې لارې هغه ټولې سمې ، چې د لغمان ولایت اړوند دي د لا ډاډمن امنیت په موخه یې د ګډو ځواکونو عملیات پیل کړي او تر هغه به دوام وکړي چې د یادې لارې امنیتي ستونزې پای ته ورسیږي.
د لغمان دوالي ویاند اسدالله د ولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل : د لغمان ولایت اړوند د قرغیو ولسوالۍ کې د کابل – جلال اباد د لوې لارې د ډاډمن امنیت په موخه د ملي اردو په مشرۍ د ګډو ځواکونو له لورې د « موج سیلاب یو نمبر پنځه » په نوم چاڼیز عملیات پیل شوي ، چې د سیمې له تصفې او تلاشي ورسته به پای ته ورسیږي . د نوموړي په خبره دغه چاڼیز عملیات تراوسه په بریالیتوب سره روان دي.
د ویلو ده، دغه عملیات وروسته له هغې پیل کیږي، چې په دې ورستیو کې د کابل – جلال اباد د لوې لارې د نا امنۍ راپورنه ورکول کیږي، په دې لاره تلوونکي مسافر او موټر چلونکي د دې لوې لارې د امنیت په اړه اندیښنه لري او د خوندي امنیت غوښتنه یې کوي.