د افغانیو پر وړاندې د ډالر ټیټیدل
بهرنیو اسعارو په ځانګړې ډول د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د تیرې اوونۍ په نسبت زیاتوالی موندلی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د اقتصادي برخې د راپور له مخې،د کابل د نن ورځې(سنبله ۹) په بازارونو کې د تیرې اوونۍ په نسبت د افغانۍ بیې نږدې ۴۰ پوله(۰.۴ افغانۍ) زیاتوالی موندلی دی.
تیره اوونۍ د کابل په بازارونو کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه د ۷۸.۴۰ افغانیو سره برابره وه چې نن ورځ دغه شمېر تر ۷۸ افغانیو رسیدلی دی.
د نورو بهرنیو پیسو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په دې ډول دی:
یو ډالر د ۷۸ افغانیو سره برابر
یوه یورو د ۸۵.۸۰ افغانیو سره برابر
یو انګلیسې پونډ د ۹۴ افغانیو سره برابر
یو سعودې ریال د ۲۰.۷۰ افغانیو سره برابر
د اماراتو یو درهم د ۲۱.۲۰ افغانیو سره برابر
زر ایراني تومان د ۶.۹۰ افغانیو سره برابر
زر هندې کلدارې د د ۱۱۱۰ افغانیو سره برابرې
او زر پاکستانۍ کلدارې د ۴۹۶ افغانیو سره برابري دي.
د کابل د اسعارو د بازار د مالوماتو له مخې،د افغانیو او نورو بهرنیو اسعارو بیې هره شیبه د بدلون په حال کې دي.
د افغانیو ارزښت په داسې حال کې د سقوط سره مخ شوی دی چې په دې وروستیو کې مرکز بانک د پولې زیرمو د زیاتیدو خبر ورکړی او همدارنګه تیره اوونۍ یې هم د خپلو همیشنيو ناسمو سیاستونو له کبله،یوه اندازه ډالر بازار ته وړاندې کړي دي.