کونړ کې د یوه دارالمعلمین د مدیر وژل کیدل

د کونړ چارواکي وایې تیره ورځ ناوخته د دې ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د حمايوي دارالمعلمين مدیر او یو.سرحدي پولیس  وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل د کونړ ولایت د اسمار او ناړۍ ولسوالیو په لویه لاره وسله والو طالبانو په یوې سراچه موټر ډزې کړي، چې په پایله کې د ناړۍ ولسوالۍ د حمایوي دارالمعلمین مدیر او یو تن سرحدي پولیس وژل شوي دي.

د مصمیم په خبره له پیښې ورورسته په سیمه کې امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات ترسره کړي، په پایله کې یې د طالبانو یو مهم قومندان وژلی دی  .

په دې اړه  تراوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *