د «سلام» مخابراتي شرکت تجارتی رئیس په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ
د کابل ښار په پینځمه امنیتي حوزه کې د یوه چسپکي ماین د چادونې په پایله کې د سلام مخابراتي شرکت تجارتی رئیس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ساتونکی یې ټپي شوی دی.
د کابل د پولیسو ویاند ،فردوس فرامرز خاور میانه خبرې اژانس ته وویل دغه پیښه وړمه شپه د کابل ښار د پینځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د سلام سوداګریز مخابرتي شرکت د رئیس«قاسم تاج» پر موټر ترسره شوي ده.
د نوموړي پر وینا، په دې چاودنه کې ،رئیس ښاغلي تاج خپل ژوند له لاسه ورکړی او د هغه یو ساتونکی ټپي شوی دی.
د مخابراتو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سلام سوداګریز مخابراتي شرکت د رئیس وژل کېدل تایید کړي دي.
په خبرپاڼه کې د مخابراتو د سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي څخه په نقل راغلي دي: «د سلام مخابراتي شرکت د رئیس قاسم تاج پر موټر باندې د مقناطیسي ماین چاودنه ناځوانمردانه او وحشيانه برید دی.
د افغانستان دښمنان باید پوه شي چې په دې ډول کړنو سره ددې خاوري د بچیو د هڅو مخه نه شئ نیولای،که څه هم دا ډول پیښې د هغوې په سر هم تمامي شي.»
وسله والو طالبانو ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي چې د پینځمې حوزې د داود بڼ په سیمه کې یې د دولتي کار کوونکو پر موټر برید ترسره کړی دی.
د سلام سوداګریز مخابراتي شرکت رئیس په داسې حال کې خپل ژوند بایلي چې وړمه ورځ هم کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې د یوه مرګوني موټر بم چاودنو شاهد و،چې طالبانو یې مسوولیت پر غاړه واخیست.