اسرائیل ته د حماس جدې خبرداری

د حماس د سیاسې ګوند د دفتر رئیس،صهیونیستي رژیم ته په خبردارې ورکولو سره ویلي دي چې که چیرې دا رژیم وغواړې د فلسطین سره جګړې ته داخل شي،د نیولو شویو ځمکو زیاتې برخې به تر توغندیو لاندې راولي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،«یحیی سنوار» صهیونیستي رژیم ته خبرداری ورکړ چې د پر غزه،او ددغه رژیم تر کنټرول لاندې سیمو باندې د برید او یرغل په صورت کې به پر دغه رژیم د توغندیو باران ترسره کړي.

نوموړي وویل:«که چیرې د اشغالګر رژیم سره جګړې ته داخل شو،په ۱۰۰ توغندیو نیول شوي سیمې په نښه کوو».

د حماس د سیاسي دفتر رئیس ټینګار وکړ چې د فلسطین د مقاومت څخه د ملاتړ لپاره د صهیونیستي رژیم تر ماتیدو پورې هیڅ ویره شتون نه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *