د «سلام» مخابراتي شرکت تجارتی رئیس په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ

۱۷ اسد ۱۳۹۸

د کابل ښار په پینځمه امنیتي حوزه کې د یوه چسپکي ماین د چادونې په پایله کې د سلام مخابراتي شرکت تجارتی رئیس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ساتونکی یې ټپي شوی دی.

د کابل د پولیسو ویاند ،فردوس فرامرز خاور میانه خبرې اژانس ته وویل دغه پیښه وړمه شپه د کابل ښار د پینځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د سلام سوداګریز مخابرتي شرکت د  رئیس«قاسم تاج» پر موټر ترسره شوي ده.

د نوموړي پر وینا، په دې چاودنه کې ،رئیس ښاغلي تاج خپل ژوند له لاسه ورکړی او د هغه یو ساتونکی ټپي شوی دی.

د مخابراتو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سلام سوداګریز مخابراتي شرکت د رئیس وژل کېدل تایید کړي دي.

په خبرپاڼه کې د مخابراتو د سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي څخه په نقل راغلي دي: «د سلام مخابراتي شرکت د رئیس قاسم تاج پر موټر باندې د مقناطیسي ماین چاودنه ناځوانمردانه او وحشيانه برید دی.

د افغانستان دښمنان باید پوه شي چې په دې ډول کړنو سره ددې خاوري د بچیو د هڅو مخه نه شئ نیولای،که څه هم دا ډول پیښې د هغوې په سر هم تمامي شي.»

وسله والو طالبانو ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي چې   د پینځمې حوزې د داود بڼ په سیمه کې یې د دولتي کار کوونکو پر موټر برید ترسره کړی دی.

د سلام سوداګریز مخابراتي شرکت رئیس په داسې حال کې خپل ژوند بایلي چې وړمه ورځ هم کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې د یوه مرګوني موټر بم چاودنو شاهد و،چې طالبانو یې مسوولیت پر غاړه واخیست.

چاودنه

سلام

کابل

مخابراتی شرکت


خپل لېد لوری مو ولیکئ ستاسې ایمیل ادرس او شمیره شاید په لید لوري کې خپره نه ش شد

نوم

ایمیل

لېد لوری


برای گزاشتن تصویر خودتان به سایت Gravatar مراجعه کنید.