د کابل په شپږمه حوزه کې د موټر بم چاودنې له امله ۸۰  تنه ټپیان شوي؛ مسوولیت یې طالبانو پر غاړه واخیست

تعقیبي؛ د عامي روغتیا وزارت وایي چې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې د موټر بمب چاودنې څخه د نږدې یوه ساعت په تیریدو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ تنه ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن سهار ( زمري ۱۶) د ۹:۰۰ په شاوخوا کې د کابل شپږمې امنیتي حوزې ودانۍ ته نږدې چاودنه رامنځته شوي ده.

ځینې رسنیو د کورنیو چارو وزارت د ویاند نصرت رحیمي څخه په نقل ویلي دي چې دغه پیښه د شپږمې امنیتي حوزې شاته د موټر بم د چاودنې له امله رامنځته شوي ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي چې د نږدې یوه ساعت په تیریدو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ تنه ټپیان د کابل روغتونونو ته انتقال شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې د چاودنې د سخت والی له امله د تلفاتو په شمېرو کې د تغییر احتمال موجود دی.

وسله والو طالبانو هم ددې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټويټر پاڼه لیکلي دي چې ددې چاودنې موخه د امنیتي ځواکونو د جلب وجذب مرکز و.

عیني شاهدان وایي چې د پیښې له سیمې د دوه کیلو متره ساحه کې د کورونو دروازې او ښیښې  هم ماتي شوي دي.

زیات جزئیات …

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *