درې ځان وژونکي بریدګر او له چاودیدونکو موادو ډک موټر یې له منځه یوړل شو

د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په هوایي عملیاتو کې د چاودیدونکو موادو ډک موټر د درې ځان وژونکو بریدګرو سره یو ځای له مینځه وړل شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه تیره شپه د ګیرو ولسوالۍ په مزار سیمه کې هغه مهال رامنځته شوي چې ځان وژونکو برید ګرو د انتحاري برید لپاره د موټر د چمتوالی په حال کې وو.

د غزني ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې «د درې ځان وژونکو سره یوځای یو مزدا ډوله موټر چې په غزني کې یې د یوه ترهګریز برید نیت درلود موخې ته له رسیدو وړاندې د هوایي ځواکونو له لوري له مینځه وړل شوي دي » .

په ورته وخت کې ناڅرګنده وسلوالو وړمه ورځ مازیګر مهال  د غزني ښار په دویمه امنیتي حوزه کې  ددغه ولایت د جنایي مدیریت د «کرمینل تخنیک» پخوانی مسوول «جان اغا فلسطین» چې د څو کالو راهیسې تقاعد شوی هم وو  ترور کړی دی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *